دغه بانک ویلي، دا مرسته به له کرونا سره مبارزه او د حکومت له لوري سترو اقتصادي اصلاحاتو پروګرامونو کې ولګول شي.
د کروناویروس د وبا له خورېدو وروسته ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو مرستندویو بنسټونو د دغه ویروس د کنټرول کولو په هدف له افغان حکومت سره د پیسو او طبي وسایلو مرستې وکړې.
له دې شمیرې نړیوال بانک له افغانستان سره د ۱۰۴ میلیون ډالرو، اروپايي ټولنې د ۱۱۷ میلیون ایرو، د اسیا پراختیايي بانک د ۴۰ میلیون ډالرو او امریکا د ۱۸ میلیون ډالرو د مرستې ژمنې کړې دي.